IQNA

 وحشي صهیونیسټي رژيم او مستکبران  د اسلامی نړۍ په ویشلو پسې دی

8:31 - September 30, 2023
د خبر لمبر: 3488028
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت  د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې  ګډونوالو د اسلامی وحدت د اونۍ په مناسبت چې له پڼجشنبې ورځې راهسې پیل شوي ، په دې مناسبت په وبینار ویډیوئي کنفرانس کې په ډاګه  کړې چې د سوډان د جنوب بیلیدا او د عراق د کرستان سیمې ویشل کیدا د وحشي صهیونیسټانو او  استعمار ګرو دسیسې دي، دوي غواړي درسته اسلامی  نړۍ ټوټه ټوټه کړي، چې باید اسلامي نړۍ ورته ځيره ووسي.

ایکنا د  اسلامی وحدت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس د کمیټې له قوله راپور راکړ،  د خبرګانو دشورا استادي  مولوي نذیر احمد سلامي  په دغه وبینار ویډیوئي کنفرانس کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د وحدت دتحقق  لپاره ترټولو لومړنی  او غوره شرط ، ددښمن پیژندل دي ، دآل عمران سورې  د ۲۷ایت (ولتجدن اشد الناس عداوه للذین امنوا الیهود و الذین اشرکوا)  ته چې صهیونیسټان ئې د  اسلامی امت ترټولو لوي دښمن معرفی کړی ،اشاره  وکړه او وې وئيل، که  د صهیونیسټي دښنۍ او د یهودو شرارات تاریخي پیښو ته یوه ځغلنده کتنه وکړو،نو دمونږ لپاره روښانه کیږي چې په اسلامی امت کې داختلاف عامل او ترټولو لوي دښمن صهیونیسټان دي.

د اهل سنت دغه لوي دیني عالم زیاته کړه، په احد غزې کې له پیغمبر اکرم(ص) سره له ملګرتیا  درې سوه کسان بیرته ستانه شول ، چې ددغې ستنیدا عامل ئې د پيغمبر د زمانې صهیونیسټان وو. په خندق غزې کې  بیاهم دهغه مهال صهیونیسټانو له مشرکانو سره ائيتلاف وکړ او په مدینې ئې حمله وکړه چې بریالی نه شول . په صلیبي جنګونو کې هم چې  له یولسمې میلادي يپړۍ رانیولې د نولسمې میلادي پيړۍ پورئې یعنی تقریبا تر دوو سوو کلونو پورې ئې دوام درلود،تر پردې شا ئې همدغه صهیونیسټان وو چې دغه جنګونه ئې راولاړ کړي وو.

مولوی نذیر احمد سلامي همداراز ۱۹۴۸کال او د قدس د نیواکګر زية د تاسیس او د فلسطینیو ټاټوبو نیواک ته په اشارې سره  ووئيل،پر دې سربیره په ۱۹۴۷کال کې هند براعظم هم وویشل شو او د بریتائي حکومت نماینده ،دهند کانګرس  او مسلمانانو سره موافقه وکړه چې په دغه ویش کې  دمسلمانانو اکثریّت لرونکي سیمې باید  له پاکستان سره یو ځاي شي،او  هغه سیمې چې هندوان پکې په اکثریت کې دي ،له هندوستان برخه شي، ،خو صهیونیسټانو کشمیر  چې نوي فیصده آبادي ئې مسلمانان وو، پاکستان ته ونه سپاره چې همدغه مسئله تر نن ورځې پورې دهند اوپاکستان ترمینځ  داختلاف یوه ستره موضوع پاتې ده.

مولوي سلامي همداراز د سوډان جنو او دعراق د کردستان سیمې ویشل کیدا  هم دصهیونیسټانو دسیسې وبللې او وې وئيل،  دوي  هڅه کوي، په چټي او بې اساسه پلمو سره اسلامی هیوادونه  اوټاټوبی ټوټه ټوټه کړي، خو باید اسلامی  امت اوس ویښ شي او دغو وحشي ډوله صهیونیسټانو او مستکبرانو ته دخپلو خوبونو دپوره کیدا اجازت ورنکړي، دوي اوس بیا هڅه کوي، له عربو او اسلامی هیوادونو سره خپلې اړیکې عادي کړي،خو باید ټول دې په دې پوهه شي، چې دغه د اړیکو عادی کیدا هم د اسلامی امت اواسلامی هیوادونو ټوټه ټوټه کول او له یوه بل سره جنګول دي  او له دغواړیکو عادی کیدا به اسلامی هیوادونه اواسلامی امت هیڅ ګټه او ثبات ونه ویني .

https://iqna.ir/fa/news/4171851

 

captcha